د ولسي جرګې غړي:

ټرمپ دوهم ګورباچوف دی، افغانستان کې د امریکا ماتې ته زمینه برابروي

15 جدی 1397 ساعت 13:29

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې هغه دوهم ګورباچوف وباله، چې په وینا یې قصدآ غواړي امریکا په افغانستان کې د روسیې په برخلیک اخته کړي.


د ولسي جرګې یو شمېر غړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې هغه دوهم ګورباچوف وباله، چې په وینا یې قصدآ غواړي امریکا په افغانستان کې د روسیې په برخلیک اخته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو، چې د نن شنبې مرغومي ۱۵ مې په غونډه کې یې خبرې کولې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه یې د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون وښود.

وکیلانو ویل ټرمپ لکه د روسیې ګورباچوف چې افغانستان کې یې د پخوانۍ روسیې ټوټه ټوټه کېدو او ماتې ته زمینه برابره کړه، دی هم په لوی لاس غواړي په افغانستان کې د امریکا ماتې ته زمینه برابره کړي.

د ولسي جرګې د غړو په خبره ډونالډ ټرمپ یو سوداګر دی او تر ډېره د نړۍ او افغانستان په اړه سوداګریز فکر لري، چې دغه فکر به یې خپله امریکا ته زیان ورسوي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس استازي محمد موسی جناب و ویل«له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل او د ټرمپ وروستۍ څرګندونې به افغانستان او افغان ولس ته هېڅ ډول زیان ونه لري، بلکې دا خپله امریکا ده، چې له دغه څه به زیان ویني.»

د هغه په وینا ټرمپ د ولسمشرۍ کېدو له ورځې راهیسې په امریکا کې کوم سیاسي تصمیم نه دی نیولی او په خپل سوداګریز لرلید سره لرې نه ده، چې د امریکا د دړې وړې کېدو زمینه به برابره کړي.

نوموړي د افغان حکومت پر مشرانو غږ وکړ، چې سر له اوسه دې معلومه کړي، چې د نړۍ راتلونکي زبرځواک هېواد کوم یو دی او له هغه سره دې سر له اوسه معامله وکړي.

د ولسي جرګې بل غړي غلام حسین ناصري افغانستان ته د امریکايي چارواکو وروستي سفر ته په اشارې و ویل داسې ښکاري، چې د پردې تر شاه کومه معامله روانه ده او ځینې پرېکړې شوې، چې افغان ولس ترې خبر نه دی او په افغانستان کې د امریکا شتون یو دروغجن باور رامنځ ته کړی، چې ګڼې که دوی نه وي افغانستان به بحران ته ننوزي.

ده و ویل«د افغان ولس د پردې تر شاه معاملو خبر نه دی باید په دې پوه شي او که دا ځل افغانستان د روسیې یا امریکا په غېږ کې سقوط کوي لوی ذلت او شرم دی.»

دی وايي، دې ته په ګتو باید ټول سیاسي مشران د افغانستان تر سپېڅلي بیرغ لاندې په پوره یووالي سره له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي عبدالودود پیمان له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو ته په اشارې و ویل څوک چې د جهاد تجربه نه لري د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه په اندېښنه کې دي.

هغه زیاته کړه«زه وایم چرګ کم او نسل یې د ورک شي، له امریکا او روسیې سره دوستی حماقت دی، په افغانستان کې د امریکا ۱۸ کلن حضور له فساد پرته بله لاس ته راوړنه نه درلوده، او اوس هم موږ په نیمه لار کې پرېږدي، بنآ امریکایان دې ووځي، ولس د اوسني دولت څخه په ملاتړ په یوه صف کې درېږي او خپل هېواد په خپله جوړوي.»

په ولسي جرګه کې د کابل استازي سید علي کاظمي و ویل له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو موضوع دا په ډاګه کوي، چې افغانستان نباید تل نورو ته اړ وي.

د هغه په وینا حکومت او سیاسیون باید په ګډه په خپلو پښو د درېدو او خپل هېواد د پرمختګ او ساتنې زمینه برابره کړي او د نورو په تمه نور پاتې نه شي.

د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته چې پر افغانستان یې د روسیې یرغل په حقه بللی  و ویل، چې د افغانستان په اړه د ټرمپ څرګندونې ناآګاهانه دي او ښه به وي، چې ښاغلی ټرمپ د افغانستان د برحقه جهاد او تاریخي مسایلو په اړه نظر څرګند نه کړي.

ولسي جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي، چې نور باید په افغانستان کې روسیه، هند او پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته یوسي، نه امریکا.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 112082

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112082/

جمهور
  https://www.jomhornews.com