کندهار کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي

16 جدی 1397 ساعت 9:51

ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي افغان ځواکونو پرون شنبې د مرغومي ۱۵ مه د کندهار ولایت په شاه ولي کوت ولسوالۍ کې عملیات کول، چې له طالبانو سره په جګړه کېوتل.

سرچینه زیاتوي، په دغه جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112099

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112099/

جمهور
  https://www.jomhornews.com