۰

کندهار کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
کندهار کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي افغان ځواکونو پرون شنبې د مرغومي ۱۵ مه د کندهار ولایت په شاه ولي کوت ولسوالۍ کې عملیات کول، چې له طالبانو سره په جګړه کېوتل.

سرچینه زیاتوي، په دغه جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي