۰

د متحده عربي اماراتو ولیعهد پاکستان ته رسېدلی دی

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۴
د متحده عربي اماراتو ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان د یوه لوړ سیاسي پوړي پلاوی په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی دی.
د متحده عربي اماراتو ولیعهد پاکستان ته رسېدلی دی
د متحده عربي اماراتو ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان د یوه لوړ سیاسي پوړي پلاوی په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی نهیان او ورسره پلاوی په یوه ورځني سفر نن یکشنبې د مرغومي ۱۶ مه اسلام آباد ته تللی دی.

په دغه سفر کې له نهیان سره د اماراتو د پوځ مرستیال هم برخه لري او ټاکل شوې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او نورو سیاسي چارواکو سره په سیمه کې پر ورستیو حالاتو او بدلونونو خبرې اترې وکړي.

له پاکستاني چارواکو سره د امارتي پلاوی د خبرو بله اجنډا به له اسلام آباد سره د اوبوظبۍ د ۶ میلیارد او دوه سوه میلیونو ډالرو مرسته وي، چې ۳ میلیارده به یې نغد پور او درې میلیارده او پاتې نورې به یې د تیلو د صادراتو لپاره وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي