فاریاب کې د طالبانو یو ولسوال او سرې قطعې قوماندان هم وژل شوي

17 جدی 1397 ساعت 10:46

ملي دفاع وزارت وايي، فاریاب ولایت کې د وژل شویو طالبانو په ډله کې د هغوی یو ولسوال او د سرې قطعې یو قوماندان هم شامل دي.


ملي دفاع وزارت وايي، فاریاب ولایت کې د وژل شویو طالبانو په ډله کې د هغوی یو ولسوال او د سرې قطعې یو قوماندان هم شامل دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې  ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې افغان ځواکونو پرون په المار او قرغان ولسوالیو کې ۲۸ طالبان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خپر تایید کړی خو ویلي یې دي، په المار او قرغان ولسوالیو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او څأور نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، په وژل شویو طالبانو کې د د المار لپاره د طالبانو ولسوال ملا سرور او د سرې قطعې قوماندان مولوي حبیب الله هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112147

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112147/

جمهور
  https://www.jomhornews.com