د ملي امنیت سلاکار:

د افغانانو له ګډون پرته به د سولې خبرې پایلې ته ونه رسېږي

17 جدی 1397 ساعت 10:55

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د سولې په اړه هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي ځکه د هغوی له مالکیت پرته دغه خبرې پایلې ته نه رسېږي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د سولې په اړه هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې هلته له هندووستان ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت تر سره شي، ځکه په وینا یې د افغانانو له ګډون پرته د سولې خبرې پایلې ته نه رسېږي او سوله نه شي راتلای.

د ملي امنیت شورا سلاکار د طالبانو د قطر دفتر په اړه ویلي، چې دغه دفتر د ټولو اړخونو استازولي نه شي کولی ځکه طالبان ټول په یوه خوله نه دي.

ښاغلي محب له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي، چې دا یوازې ګنګوسې دي، خو که وځي هم نو افغان حکومت د وضعیت د کابو کولو لپاره تیاری لري.

نوموړي هند په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری بللی او ویلي یې دي، د اړتیا پر وخت به پر هند غږ وکړي او له دغه هېواد سره به خپلې اړیکې لا ژورې او ښې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112148

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112148/

جمهور
  https://www.jomhornews.com