پر کابل بیا وارداتي برېښنا پرې شوه

17 جدی 1397 ساعت 13:22

برښنا شرکت اعلان وکړ، چې بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د وارداتي برېښنا مزي پرې شوې دي.


برښنا شرکت اعلان وکړ، چې بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د وارداتي برېښنا مزي پرې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد شرکت ویلي نن دوشنبې د مرغومي ۱۷ مه سهار د بغلان مرکز ته څېرمه جګړه شوې چې له امله یې د وارداتي برېښنا دوه مزي پرې شوي او د کابل په ګډون په ځينو ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

برښنا شرکت وايي، لومړی مزی سهار ۸ بجې د پلخمري ښار څخه د دوشي په طرف په ۲۶ کیلومترۍ کې د جګړې له امله پرې شوی او دوهم مزی هم د پلخمري په ۲۸ کیلومترۍ کې د جګړې له امله پرې شوی دی.

یاد شرکت زیاتوي، چې له همدې امله پر کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، غزني، لوګر او ګردېز برېښنا پرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم بغلان کې  جګړې له امله د برېښنا مزي پرې او پر کابل او ځينو نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 112153

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112153/

جمهور
  https://www.jomhornews.com