۰

پر کابل بیا وارداتي برېښنا پرې شوه

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۲
برښنا شرکت اعلان وکړ، چې بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د وارداتي برېښنا مزي پرې شوې دي.
پر کابل بیا وارداتي برېښنا پرې شوه
برښنا شرکت اعلان وکړ، چې بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د وارداتي برېښنا مزي پرې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شرکت ویلي نن دوشنبې د مرغومي ۱۷ مه سهار د بغلان مرکز ته څېرمه جګړه شوې چې له امله یې د وارداتي برېښنا دوه مزي پرې شوي او د کابل په ګډون په ځينو ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

برښنا شرکت وايي، لومړی مزی سهار ۸ بجې د پلخمري ښار څخه د دوشي په طرف په ۲۶ کیلومترۍ کې د جګړې له امله پرې شوی او دوهم مزی هم د پلخمري په ۲۸ کیلومترۍ کې د جګړې له امله پرې شوی دی.

یاد شرکت زیاتوي، چې له همدې امله پر کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، غزني، لوګر او ګردېز برېښنا پرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم بغلان کې  جګړې له امله د برېښنا مزي پرې او پر کابل او ځينو نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي