۰

د پوځ ځانګړو ځواکونو کندهار کې د طالبانو یو زندان مات کړی

دوشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۸
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو کندهار ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۲ ملکي وګړي یې ترې راخوشي کړي دي.
د پوځ ځانګړو ځواکونو کندهار کې د طالبانو یو زندان مات کړی
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو کندهار ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۲ ملکي وګړي یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی ۳ مهم پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو طالبانو کې د هغوی یو مهم قوماندان ملا نقیب الله مشهور په تور خالد هم شامل دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملیاتو پر مهال ۱۲ تنه ملکي وګړي هم د طالبانو له زندانه راخوشي کړای شوی دي.

بل خوا دفاع وزارت وايي، د هلمند په کجکي، مارجه او نهرسراج ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، د وسلو یوه زېرمه او یو پټنځای یې له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د طالبانو یو زندان د افغان ځواکونو له خوا مات او ګڼ شمېر ولسي وګړي ترې راخلاص شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي