۰

د کونړ په دریو ولسوالیو کې د طالبانو او داعش جګړه روانه ده

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
سیمه ییز چارواکي وايي، د کونړ ولایت په دریو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او داعش جګړه مارو تر منځ سختې جګړې روانې دي.
د کونړ په دریو ولسوالیو کې د طالبانو او داعش جګړه روانه ده
سیمه ییز چارواکي وايي، د کونړ ولایت په دریو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او داعش جګړه مارو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه جګړې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کونړ په نورګل، پېچ دره او څوکۍ ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

د کونړ د ولایتي شورا یو غړی عبدالطیف فضلي وايي، جګړې تر هغه وروسته رامنځ ته شوې، چې داعشیانو یو شمېر ماشومان وتښتول.

هغه د تښتول شویو ماشومانو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه، چې داعشیانو دغه ماشومان د دې لپاره تښتولي، چې ځانمرګو بریدونو ته یې چمتو کړي.

دی وايي، په جګړه کې تر ۲۵۰ داعشیان برخه لري او جګړه لا هم روانه ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم په دریو ولسوالیو کې د طالبانو او داعش د جګړې پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

د هغه په وینا د جګړې له امله په پېچ دره کې تلېفوني اړیکې هم پرې شوې دي.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي