ټرمپ او مودي په افغانستان کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې

18 جدی 1397 ساعت 9:47

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نریدرا مودي په افغانستان کې د همکاریو پر ډېرولو خبرې اترې کړې دي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نریدرا مودي په افغانستان کې د همکاریو پر ډېرولو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، ښاغلي ټرمپ پرون دوشنبې د جنورۍ ۷ مه ښاغلي مودي ته تلېفون کړی وو.

د سرچینې په وینا په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو مشرانو د هند او امریکا په سوداګرۍ کې د کسر پر کمېدو او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو موافقه وکړه، چې هند او امریکا به په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په خپل منځ کې ستراتیژیک مشارکت زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112182

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112182/

جمهور
  https://www.jomhornews.com