۰

ټرمپ او مودي په افغانستان کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۷
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نریدرا مودي په افغانستان کې د همکاریو پر ډېرولو خبرې اترې کړې دي.
ټرمپ او مودي په افغانستان کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نریدرا مودي په افغانستان کې د همکاریو پر ډېرولو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، ښاغلي ټرمپ پرون دوشنبې د جنورۍ ۷ مه ښاغلي مودي ته تلېفون کړی وو.

د سرچینې په وینا په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو مشرانو د هند او امریکا په سوداګرۍ کې د کسر پر کمېدو او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو موافقه وکړه، چې هند او امریکا به په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په خپل منځ کې ستراتیژیک مشارکت زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي