۰

مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزارت له ورستي اقدامه ملاتړ وکړ

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۱
مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزارت له خوا کابل کې د جنایت کوونکو د نوملړ له خپرولو ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې نور شعار بس دی او باید عمل وکړي.
مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزارت له ورستي اقدامه ملاتړ وکړ
مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزارت له خوا کابل کې د جنایت کوونکو د نوملړ له خپرولو ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې نور شعار بس دی او باید عمل وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن سه شبنې مرغومي ۱۸ مې په عمومي غونده کې و ویل، تمه ده، چې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام شعاري نه وي، بلکې عمل پرې وکړي.

هغه و ویل«د کورنیو چارو وزارت باید جنایت کوونکي ونیسي، خو په خواشنۍ په افغانستان کې تر عمل شعار زیات دی.»

مسلم یار زیاته کړه، چې د دغه نوملړ په خپرولو سره خلک نه شي کولای جنایت کوونکي ونیسي، او که پولیس اسناد لري باید د نیولو لپاره یې اقدام وکړي.

د مشرانو جرګې رییس وايي، دوی د کورنیو چارو وزارت له دغه اقدام څخه ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې شعاري نه، بلکې عمل وکړي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار و ویل، چې د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ کې تر بدلون وروسته دغه وزارت د ۲۲۲ جنایت کارانو نوملړ خپور کړ، چې یا دې پولیسو ته ځان وسپاري او یا یې هم پر ضد قانوني اقدام کوي.

هغه د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د کابل د امنیت لپاره ګټور وباله او په دې برخه کې یې له کورنیو چارو وزارت سره د خلکو په همکارۍ ټینګار وکړ.

یو شمېر نورو سناتوران هم د کورنیو چارو وزارت له دې ګام اخیستو ستاینه او ملاتړ وکړ، خو غوښتنه یې دا وه، چې نیول شوي جنایت کاروان بېرته خوشي نه کړي.

باید و ویل شي، چې کورنیو چارو وزارت درې ورځې وړاندې د لسګونو جنایت کوونکو چې په قتل، غلا، انسان تښتوونې او نورو ګڼو جنایتونو کې لتاړ دي نوملړ خپور کړ.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه لېست له خپراوي وروسته تر اوسه پورې ۸ تنه د پولیسو له خوا نیول شوي او یو تن ځان خپله پولیسو ته سپارلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي