۰

ولسي جرګه وايي د کابل د ټاکنو بیا شمار دې ودرول شي

چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
ولسي جرګې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو بیا شمېر پروسه ودروي، ځکه د دوی په وینا په دې پروسه کې پيسو د راکړې ورکړې احتمال شته دی.
ولسي جرګه وايي د کابل د ټاکنو بیا شمار دې ودرول شي
ولسي جرګې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو بیا شمېر پروسه ودروي، ځکه د دوی په وینا په دې پروسه کې پيسو د راکړې ورکړې احتمال شته دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان د نن چهارشنبې مرغومي ۱۹ مې په غونډه کې و ویل، د کابل د رایو بیا شمار ځکه باید ودرول شي، چې هر ځل د پایلو جدول ښکته پورته کېږي، نوې معاملې په کې تر سره کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د رایو بیا شمېر یوازې او یوازې د پیسو د معاملو لپاره په لار اچول شوی دی او په وینا یې که دغه پروسه ونه درول شي، یو نوی بحران به رامنځ ته کړي.

په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د کابل د رایو د لومړنیو پایلو پر ځنډ اندېښنه وښوده او کمېسیون یې په خپلو چارو کې ناکام وباله.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ټاکنو کمېسیون کې یوه باوري سرچینه و ویل، چې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د رایو د بیا شمېر په برخه کې پراخ فساد دی او ان یوه رایه په ۹ زره افغانۍ پلورل شوې ده.

دغه کمېسیون کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط جمهور خبري آژانس ته و ویلو چې د کمېسیون یو شمېر قراردادي کارکوونکي د کابل د رایو په بیا شمېر کې د یو شمېر ځانګړو نوماندانو لپاره کار کوي.

سرچینې و ویل، دغه ځینې قراردادي کارکوونکي چې ځانګړو نوماندانو ته کار کوي د پيسو په بدل کې هغوی ته رایې زیاتوي.

هغه د سترګو لیدلی حال جمهور خبري آژانس ته و وايه او زیاته یې کړه«کله چې د کار لپاره د هنګر دننه ولاړ، بیا ګرمه معامله روانه وه او هغه ځای پر دوهم شهزاده سرای بدل شوی و.»

دغه سرچینه وايي، که څه هم د رایو د شمار پر مهال امنیتي ځواکونو هم شتون درلود، خو بیا هم د رایو پېر او پلور روان و او دا کار هغه کسانو کاوهو چې جرآت او قوي اړیکې یې درلودې.

سرچنې وايي، هغه کسان چې د خلکو رایې پېر او پلور ته وړاندې کوي د کمېسیون ځینې قرادادیا، د شکایتونو د کمېسیون ځینې کارکوونکي د ګوندونو ناظران دي او دوی په ګډه د نوماند څخه زیاتې پیسې تر لاسه کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي