د داعش په راکېټي برید کې پنځه برېتانوي سرتېري وژل شوي دي

20 جدی 1397 ساعت 10:35

خبري سرچینې وايي، سوریه کې د داعش په یوه راکېټي برید کې پنځه برېتانوي سرتېري وژل شوي او یو یو شمېر نور ټپیان شوي دي.


خبري سرچینې وايي، سوریه کې د داعش په یوه راکېټي برید کې پنځه برېتانوي سرتېري وژل شوي او یو یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییزه سرچینو رسنیو ته ویلي داعش د سوریې په دیر الزور سیمه کې پر برېتانوي پوځیانو راکټ توغولی دی.

سرچینو ویلي، په دغه راکټ برید کې د امریکا په مشرۍ د اېتلاف د غړي برېتانیې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان وي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې لږ وړاندې هم د سوریې په یاده سیمه کې د داعش په یوه بل برید کې د دوه برېتانوي سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112274

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112274/

جمهور
  https://www.jomhornews.com