افغانستان کې د داعش یو لوړ پوړی قوماندان وژل شوی دی

23 جدی 1397 ساعت 8:47

امریکايي ځواکونو د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش د یوه لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


امریکايي ځواکونو د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش د یوه لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د داعش دغه قوماندان خطاب امیر نومېده.

خبرپاڼه زیاتوي، خطاب امیر په افغانستان کې په بېلابېلو نومونو فعالیت درلود او د جنورۍ په ۱۰ مه په ننګرهار ولایت کې یو لړ پوځي عملیاتو پر مهال و وژل شو.

سرچینه وايي، دغه قوماندان څو ستر بریدونه سازمان کړي وو او په افغانستان کې د داعش جنګیالیو ته د وسلو او چاودیدونکو موادو د رسولو مسؤلیت یې په غاړه و.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com