دفاع وزارت د شهیدو او معلول شویو سرتېرو اولادونه بهر ته د زده کړو لپاره لېږي

23 جدی 1397 ساعت 9:18

ملي دفاع وزارت په پام کې لري، چې د پوځ د شهیدو او معلول شویو سرتېرو اولادونه د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږي.


ملي دفاع وزارت په پام کې لري، چې د پوځ د شهیدو او معلول شویو سرتېرو اولادونه د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د شهيد او معلول شويو سرتېرو اولادونو به د تحصیلي بورسونو له لارې د لوړو زده کړو په موخه بهر ته ولېږي.

په خبرپاڼه کې د ملي پوځ د ټولو شهيد شويو او معلولو سرتېرو کورنيو ته خبر ورکړل شوي، چې د پوهنتونونو تحصيلي يا د ښوونځيو تعليمي اسناد، خپلې هويتي پاڼې او وثيقې، چې پر شرايطو د مراجعه کوونکو کسانو واجديت تثبيت کړى شي ور وړي.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې د نومليکنې لپاره په کابل کې د ياد وزارت د ستر درستيز د کادر او پرسونل رياست د شهيدانو او معلولينو رياست او په ولايتونو کې د جلب او جذب مرکزونو کې د شهيدانو او معلولينو استازو ته مراجعه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112344

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112344/

جمهور
  https://www.jomhornews.com