ملي دفاع وزارت په پام کې لري، چې د پوځ د شهیدو او معلول شویو سرتېرو اولادونه د زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د شهيد او معلول شويو سرتېرو اولادونو به د تحصیلي بورسونو له لارې د لوړو زده کړو په موخه بهر ته ولېږي.
په خبرپاڼه کې د ملي پوځ د ټولو شهيد شويو او معلولو سرتېرو کورنيو ته خبر ورکړل شوي، چې د پوهنتونونو تحصيلي يا د ښوونځيو تعليمي اسناد، خپلې هويتي پاڼې او وثيقې، چې پر شرايطو د مراجعه کوونکو کسانو واجديت تثبيت کړى شي ور وړي.
دفاع وزارت زیاته کړې، چې د نومليکنې لپاره په کابل کې د ياد وزارت د ستر درستيز د کادر او پرسونل رياست د شهيدانو او معلولينو رياست او په ولايتونو کې د جلب او جذب مرکزونو کې د شهيدانو او معلولينو استازو ته مراجعه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل