بادغیس کې ۱۰ داعشیان وژل شوي او ۱۶ نور نیول شوي دي

23 جدی 1397 ساعت 13:53

ملي دفاع وزارت وايي، بادغېس ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور نیول شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، بادغېس ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د مرغومي ۲۲ مه د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۰ داعشیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون چې بهرنیان هم په کې شامل دی، ۱۶ داعشیان نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د بادغېس سیمه ییز چارواکي وايي، جوند ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د طالبانو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان او ۱۰ داعشیان وژل شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی زندان برید کړی چې د داعش ډلې شااوخوا څلوېښت زنداني غړي له ځان سره وړي‌ دي.

جمهورخبري آژانس:بادغېس
 
 


د مطلب کود: 112367

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112367/

جمهور
  https://www.jomhornews.com