۰

بادغیس کې ۱۰ داعشیان وژل شوي او ۱۶ نور نیول شوي دي

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
ملي دفاع وزارت وايي، بادغېس ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور نیول شوي دي.
بادغیس کې ۱۰ داعشیان وژل شوي او ۱۶ نور نیول شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، بادغېس ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د مرغومي ۲۲ مه د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۰ داعشیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون چې بهرنیان هم په کې شامل دی، ۱۶ داعشیان نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د بادغېس سیمه ییز چارواکي وايي، جوند ولسوالۍ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د طالبانو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان او ۱۰ داعشیان وژل شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی زندان برید کړی چې د داعش ډلې شااوخوا څلوېښت زنداني غړي له ځان سره وړي‌ دي.

جمهورخبري آژانس:بادغېس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي