۰

مشرانو جرګې د سولې پروسه کې د کاونډیو هېوادونو د مداخلې د مخنیوي غوښتنه وکړه

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۹
مشرانو جرګې له افغان حکومته وغوښتل، چې د دېپلوماسۍ په پیاوړي کولو سره د سولې پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې مخه ونیسي.
مشرانو جرګې د سولې پروسه کې د کاونډیو هېوادونو د مداخلې د مخنیوي غوښتنه وکړه
مشرانو جرګې له افغان حکومته وغوښتل، چې د دېپلوماسۍ په پیاوړي کولو سره د سولې پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې مرغومي ۲۳ مه په غونده کې و ویل، حکومت اړ دی، چې د ګاونډیو هېوادونو د دغه کار مخنیوی وکړي.

ښاغلي مسلم یار زیاته کړه چې د سولې پروسه کې د ګاونډیو لاسوهنې او له طالبانو ملاتړ یې دردونکی دی او دغه هېوادونه له پخوا راهیسې د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او افغان ولس یې درد غم تحمیل کړی دی.

د هغه په وینا څومره چې خلیلزاد د افغان سولې په تړاو هڅې زیاتې کړې په همغه اندازه ګاونډیو هېوادونو هم له طالبانو سره ښکار او پټې اړیکې زیاتې کړې دي.

د مشرانو جرګې رییس پر سیاسي مشرانو هم غږ وکړ، چې سره یو شي او په ګډه د ګاونډیو هېوادونو د دغه ډول مداخلو او له طالبانو سره د هغوی د هر ډول ناستې مخنیوی وکړي.

د جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي هم و ویل، چې افغانستان د سولې په برخه کې د سیمې او نړیوالو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري، خو په وینا یې دغه اړتیا نباید د افغان حکومت د کمزورۍ او طالبانو ته د مشروعیت د ورکولو لامل شي.

د هغه په وینا د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو دغه ډول همکارۍ چې دا اوس روانې دي، طالبانو ته له مشروعیت ورکولو پرته بل څه نه دي او باید حکومت د دغه مداخلو مخه ونیسي.

په مشرانو جرګه کې د اروزګان استازي حنیف حنفي بیا پر حکومت غږ وکړ، چې خپله ديپلوماسي پیاوړې کړي تر څو وکولای شي د سولې په اړه یوه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شي.

نوموړی وايي، د افغانستان کمزورې دېپلوماسي د دې لامل شوې، تر چې ګاونډیان د افغانستان د سولې پروسه کې مداخله وکړي او له طالبانو سره پټنې او ښکاره اړیکې وپالي.

سناتوران زیاتوي، چې سوله د افغان ولس ارمان او لومړنۍ غوښتنه ده، حکومت ته بویه چې د ممکنه لارې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په همکارۍ بین الاافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

باید و ویل شي، چې پرون ولسي جرګې هم له حکومته غوښتي و، چې د افغانستان د سولې پروسه کې د ګاونډیو د مغرضانه مداخلو مخنیوی وکړي.

د جرګې استازو هم ویلي، چې ګاونډي، د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه د افغانستان د سولې پروسه کې د خپلو ګټو په لټه کې دي نه دي افغانستان.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي