۰
ازبکستان:

طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۶
ازبکستان وايي، که طالبان غواړي، چې د افغانستان روانه شخړه پای ته ورسېږي نو باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.
طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي
ازبکستان وايي، که طالبان غواړي، چې د افغانستان روانه شخړه پای ته ورسېږي نو باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

دغه څرګندونې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عزیزکاملوف د هند او منځنۍ آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په غونده کې کړې دي.

یاده غونډه چې پرون یکشنبې د مرغومي ۲۳ مه د ازبکستان په کوربتوب په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم په کې ګډون درلود.

په غونده کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر و ویل، طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي تر څو په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي.

هغه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو د اړتیا په اړه سیمه ییزه اجماع د پراختیا په حال کې ده.

په دغه غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کړی دی.

مېرمن سوراج ویلي هند په سیمه کې یو امن لرونکی او باثباته افغانستان غواړي او د همدې لپاره به هند په افغانستان کې د پرمختیا او اقتصادي ودې لپاره ۳ میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په خپلو خبرو کې د افغان حکومت د سولې په برخه کې د ازبکستان له هڅو مننه کړې ده.

نوموړي د سمرقند په غونده کې د خپلو ترکمني او ازبک سیالانو سره کتنه کې له هغوی غوښتي چې په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

رباني دغه راز له ازبکستاني لوري غوښتي چې افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو په ورکړې دوی ته زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ژمنه کړې، چې په بېلو برخو کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ ډېروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي