۰

ساعت وروسته به د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لمړنۍ پایلې اعلان شي

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به تر راتلونکي یوه ساعت پورې اعلان شي.
ساعت وروسته به د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لمړنۍ پایلې اعلان شي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به تر راتلونکي یوه ساعت پورې اعلان شي.

د کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو کار پای ته رسېدلی او په راتلونکي یوه ساعته کې به یې د یوه خبري کنفرانس له لارې پایلې اعلان شي.

کمېسیون په داسې حال کې تر یوه ساعت پورې د کابل د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلانولو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر دغه کمېسیون نیوکې زیاتې شوې دي.

پرون د ولسمشر دوهم مرستیال سرودانش پر یاد کمېسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډ له امله نیوکه وکړه او ویې ویل، چې کمېسیون په دې کار سره د افغان حکومت باور ته زیان رسولی دی.

د افغان حکومت اجرائیه رییس هم نن د کابینې په غونډه کې د ټاکنو پایلو د ځنډ له امله پر کمېسیون نیوکه وکړه او ویې ویل، چې که د افغانستان نفوس د چین په اندازه وای، ښايي د ټاکنو پایلې یې د قیامت په ورځ اعلان شوې وای.

دغه راز نن د ولسي جرګې غړو هم پر یاد کمېسیون نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په یاد کمېسیون کې د درغلي او مالي فساد له امله د کابل د ټاکنو پایلې ځنډول شوي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس هم نن د کابینې په غونډه کې د ټاکنو پایلو د ځنډ له امله پر کمېسیون نیوکه وکړه او ویې ویل، چې که د افغانستان نفوس د چین په اندازه وای، ښايي د ټاکنو پایلې یې د قیامت په ورځ اعلان شوې وای.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې پر ټاکنو نېږدې درې میاشتې اوړي خو کمېسیون تر اوسه د دغه ټاکنو د لومړنیو بشپړو پایلو پر اعلان نه دی بریالی شوی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي