دفاع وزارت د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

25 جدی 1397 ساعت 14:54

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال ۵۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال ۵۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۲۵ مه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزي، زابل، فراه، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې عملیات تر سره کړي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۲ ټپیان او درې تنه هم ژوندي نیول شوی دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com