هرات کې اور لګېدنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

25 جدی 1397 ساعت 14:55

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اور تېره شپه (د مرغومي ۲۴ مه) د هرات ښار د دوهمې ناحیې اړوند د محله نو په سیمه کې په یوه کور کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، په پېښه کې خاوند د هغه مېرمن او درې ماشومان وژل شوي، چې ماشومان یې هلکه او دوه نجونې وې.

دی زیاتوي، تر اوسه د اورلګېدنې لامل معلوم نه دی خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 112440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com