۰
سیما سمر:

د بشري حقونو ماتونکي او جنګي مجرمان دې بښنه وغواړي

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۵
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر د بشري حقونو له ماتونکو او جنګي مجرمانو وغوښتل، چې له افغان ولس نه بښنه وغواړي.
د بشري حقونو ماتونکي او جنګي مجرمان دې بښنه وغواړي
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر د بشري حقونو له ماتونکو او جنګي مجرمانو وغوښتل، چې له افغان ولس نه بښنه وغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن سمر چې نن سه شنبې د مرغومي ۲۵ مه یې کابل کې سوله کې د مېرمنو د ونډې په نوم کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، تل پاتې سولې ته د رسېدو تر ټولو ښه لار دا ده، چې جنګي مجرمین او د بشري حقونو ماتونکي له بښنه وغواړي.

نوموړې زیاته کړه، چې په خواشنۍ سره تر اوسه په افغانستان کې د غچ اخیستنې دود روان دی او په دې ډول ولس تل پاتې سولې او ثبات ته نه شي رسېدای.

هغه و ویل«نور باید دغه بد او شوم دوران او رواج ته د پای ټکی کېږدو، تلې پاتې سولې او ثبات ته د ښې زمینې برابرولو یوه لار همدا ده، چې جنګي مجرمان او د بشري حقونو ناقضین له ولس څخه بښنه وغواړي.»

مېرمن سمر وایي، د بشري حقونو کمېسیون او د بشري حقونو ټول بنسټونه هڅه کوي، افغان ولس په ځانګړې توګه قرباني شوې کورنۍ د مجرمانو بښلو ته وهڅوي او دا کار کولی شي، چې نور د دې بد روان لمن له افغانستانه ورټوله کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې د افغان سولې په اړه وروستیو هڅو ته په اشارې و ویل، چې ځینې هېوادونه د افغانستان د خلکو په استازيتوب له طالبانو سره په چنو وهلو بوخت دي، خو په خبره یې په دغه پروسه کې اصلي تصمیم نیونکي افغانان دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش


انون می‌باشند.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي