۰
سرچینې:

کېدای شي جنرال مراد استعفا وکړي ځکه نبیل خپل دوهم مرستیال ټاکلی

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۳
راپورونه وايي، کېدای شي د کابل د ګارنېزیون مشر او د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال مراد علي مراد له خپلې دندې استعفا وکړي.
کېدای شي جنرال مراد استعفا وکړي ځکه نبیل خپل دوهم مرستیال ټاکلی
راپورونه وايي، کېدای شي د کابل د ګارنېزیون مشر او د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال مراد علي مراد له خپلې دندې استعفا وکړي.

ویل کېږي ښاغلي مراد به نن چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه له غرمې وروسته خپله استعفا اعلان کړي.
یو باوري سرچینې جمهورخبري آژانس ته و ویل، مراد ځکه خپله دنده پېږدي، چې رحمت الله نبیل هغه په خپل انتخاباتي ټکټ کې د دوهم مرستیال په توګه ټاکلی دی.

ویل کېږي په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د ښاغلي نبیل انتخاباتي ټکټ هم په بشپړېدو دی، خو تر اوسه یې د لومړي مرستیالۍ څوک له پاره څوک نه دي موندلي.

سرچینه وايي، نبیل هڅه کوي، چې جنرال دوستم د ځان ملګری او د لومړي مرستیالۍ څوک ازبک قوم ته ورکړي، خو دوستم تر اوسه پورې د هو او نه ځواب نه دی ورکړی.

په انتخاباتي ټکټ کې د ګډون په موخه دوستم تر اوسه د ولسمشر غني، محمد حنیف اتمر، صلاح الدین رباني، محمد کریم خلیلي او ګلبدین حکمتیار سره لیدلي.

خو ګمان کېږي، چې جنرال دوستم، صلاح الدین رباني او محمد کریم خلیلي به په یوه انتخاباتي ټکټ کې د ولسمشرۍ ټاکنو میدان ته راووځي، دا ځکه چې د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي، دوستم پرون په خپل استوګنځای کې له ښاغلي رباني او خلیلي سره د هېواد په روانو حالاتو او ولسمشرۍ ټاکنو خبرې اترې کړې دي.

د قرلق په وینا درې واړه لوري ۸۰ سلنه توافق ته رسېدلي او تمه ده، چې تر سبا پنشبې پورې دغه پرېکړه وروستۍ شي.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي