۰
خلیلزاد طالبانو ته!

که سوله کوی خبرو ته چمتو یو، که جګړه کوی جګړې ته

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۹
وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره د سولې د خبرو د ځنډ خبردارۍ ورکړ، امریکا وايي، که طالبان سوله کوي سولې ته چمتو ده او که جګړه کوي جګړې ته.
که سوله کوی خبرو ته چمتو یو، که جګړه کوی جګړې ته
وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره د سولې د خبرو د ځنډ خبردارۍ ورکړ، امریکا وايي، که طالبان سوله کوي سولې ته چمتو ده او که جګړه کوي جګړې ته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه اسلام آباد ته تر روانېدو وړاندې کابل کې له خبریالانو سره وکړې.

نوموړي زیاته کړه، د سیمې په کچه اوس د افغانستان د سولې په برخه کې یوه اجماع رامنځته شوې او طالبان ته پکار ده، چې له دې بهیر سره یو ځای او له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، د هغه له امنیتي ټیم، همدا راز مدني ټولنې او رسنیو سره یې خبرې کړي دي او سلا یې کړې ده چې پر دولت مخالفه وسله ‌والو پوځي فشار د دې لپاره مهم دی چې د سولې خبرې وشي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي«که طالبان سوله غواړي موږ خبرو ته چمتو یو او که دوی جګړه غواړي جګړې ته ورسره چمتو یو، هیله لروو چې طالبان به سوله وغواړي، خو که د خبرو مېز ته نه کېني او جګړه غواړي نو امریکا به د افغانستان د حکومت تر څنګ ودرېږي او ملاتړ به یې وکړي.»

خلیلزاد وايي، امریکا په اېتلاف کې په دې ویاړي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او په دې برخه کې افغان امنیتي ځواکونه او پوځي فشار مهم دي.

هغه دا خبرې او راپورونه هم په کلکه رد کړي، چې ګڼې امریکا له طالبانو په افغانستان کې د دایمي اډو غوښتنه کړې ده او وايي امریکا نه غواړي چې د تل لپاره په افغانستان کې حضور ولري.

نوموړي ویلي«موږ هیڅکله نه دي ویلي چې په افغانستان کې دایمي اډې غواړو. څه چې موږ غړاړو هغه دا دي چې جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي، له افغانستان سره زموږ مشارکت دوام وکړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ هیواد ته له افغانستان څخه د تروریزم خطر نشته.»

خو په وینا یې امریکا په اوږد مهال کې غواړي له افغانستان سره هراړخیزه همکاري ولري، تر چې د تېرو ۱۷ کلونو د قربانیو درناوی وشي او د ټولو افغانانو لپاره ښه راتلونکې تضمین شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې په دې همکاریو کې پوځي، دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې شاملې دي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې دا هیله هم څرګنده کړې، چې له طالبانو سره به د سولې د خبرو بل پړاو ډېر ژر پیل شي.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبردارۍ ورکړ، چې که امریکا پرې نور فشار راوړي او د خبرو له اصلي اجنډا چې د دوی په وینا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل دي وګرځي طالبان به د وسلې خبرې وځنډوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي