۰

بادغیس کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د ۶۷ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
بادغیس کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د ۶۷ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلي افغان ځواکونو پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو ۳۶ موټر سایکلونه، ۳۰ میله وسلې له منځه وړل شوې او دغه راز یې ۲۰ موټر سایکلونه او پنځه میله وسلې افغان ځواکونو تر لاسه کړې دي.

دفاع وزارت دا هم زیاتوي، چې د آبکرمي ولسوالۍ چشمه شرین، چشمه خلیل، چشمه ګلک، چکاب او قلعه عزیز کلي د طالبانو له شتون نه پاک شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي