امریکا په سومالیا کې د الشباب ډلې ۵۲ غړي وژلي دي

30 جدی 1397 ساعت 9:47

امریکایي پوځي چارواکي وایي، سومالیا کې یې د الشباب پر ډلې هوايي بریدونه کړي او د یادې ډلې ۵۲ غړي یې وژلي دي.


امریکایي پوځي چارواکي وایي، سومالیا کې یې د الشباب پر ډلې هوايي بریدونه کړي او د یادې ډلې ۵۲ غړي یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افریقا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا برید یې په سومالیايي پوځيانو د الشباب ډلې د یوې لوی برید په ځواب کې کړی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې د الشباب ډلې ۵۲ غړي وژل شوي دي دي.

خبرپاڼه وايي تر برید وروسته اخستل شوي انځورونه ښيي، چې یوه لویه لارۍ سوځېدلې او د ګڼو کسانو مړي شاوخوا پراته دي.

دا په داسې حال کې ده، چې الشباب ډلې څو ورځې وړاندې د کینیا په پلازمېنې نایروبي کې په یوه هوټل کې ۲۱ کسان په ډزو ووژل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112586

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112586/

جمهور
  https://www.jomhornews.com