دفاع وزارت ننګرهار او فراه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی

30 جدی 1397 ساعت 10:33

ملي دفاع وزارت وايي، ننګرهار او فراه ولایتونو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، ننګرهار او فراه ولایتونو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د ننګرهار په خوګیاڼو او د فراه په پشت رود ولسوالیو کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بیا ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112591

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112591/

جمهور
  https://www.jomhornews.com