۰

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان له ننګرهار والي سره کتلي

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل د ننګرهار له والي حیات الله حیات سره کتلي دي.
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان له ننګرهار والي سره کتلي
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل د ننګرهار له والي حیات الله حیات سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ووټل پرون شنبې د مرغومي ۲۹ مه ننګرهار ولایت ته سفر کړی او په هوايي ډګر کې یې له ننګرهار والي سره کتلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، په دغه کتنه کې دواړو د ننګرهار پر امنیت، راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د چمتووالي، سولې په برخه کې د پرمختګونو او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې کړې.

نوموړي وايي، والي حیات جنرال ووټل ته د ننګرهار د امنيتي، اقتصادي، سياسي، ټولنيز او کلتوري وضعيت او په يادو برخو کې په وروستيو کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات شريک کړل.

د امريکا متحدو ايالتونو دغه قوماندان جنرال د ننګرهار وروستي امنيتي وضعيت پر ښه والي خوښي وښوده او د غصب، فساد او نورو برخو کې يې د وروستيو ترسره شوو اقداماتو ستاينه وکړه.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي