۰

فاریاب او سرپل کې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو فاریاب او سرپل ولایتونو کې د جګړو پر مهال ۲۵ وسله وال طالبان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب او سرپل کې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو فاریاب او سرپل ولایتونو کې د جګړو پر مهال ۲۵ وسله وال طالبان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د سلواغې اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه جګړه کې د دشمن وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ لومړی نښته تېره شپه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي، خو امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

بل خوا خبرپاڼه وايي، پرون مازیګز د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو نښه ویشتونکی قاري جمال د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د سرپل ولایت د مرکز اړوند د آسیا آباد په سیمه کې درې وسله وال طالبانو د افغان ځواکونو په یوه کمین کې وژل شوي، دوه میله وسلې او دوه عرادې موټر سایکل یې تر لاسه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي