ملي امنیت کندهار کې د وسله والو درې شبکې نیولې

1 دلو 1397 ساعت 15:19

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې وسله والو طالبانو اړوند درې شبکې چې ۳۰ تنه په کې دي نیولې.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې وسله والو طالبانو اړوند درې شبکې چې ۳۰ تنه په کې دي نیولې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن دوشنبې د سلواغې اوله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په کندهار ښار او ځینو نورو سیمو کې ترهګریز او تخریبي فعالیتونه درلودل.

خبرپاڼه وايي، دغه کسانو د ماینونو اېښودو، پر اکمالاتي کاروانونو او پوستو د بریدونو تر څنګ چې ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، پلان درلود، چې په کندهار کې دولتي مامورین، دیني عالمان او قومي مخور ترور کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دا ډلې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د خلکو په همکارۍ او د ځانګړو قطعاتو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 112647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com