۰

امریکايي چارواکو او طالب استازو په قطر کې خبرې کړې

سی شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۶
تر ډېرو ناندریو وروسته او هڅو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې وتوانېده، چې قطر کې د طالبانو له استازو سره وګوري.
امریکايي چارواکو او طالب استازو په قطر کې خبرې کړې
تر ډېرو ناندریو وروسته او هڅو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې وتوانېده، چې قطر کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او طالبانو د قطر ناسته پرون شوې او ویل کېږي دواړو لورو پر افغان سوله او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله ټوټېټر پاڼه د دې پخلی کړی، چې د طالبانو استازو له زلمي خلیلزاد د قطر پلازمېنه دوحه کې پرون کتلي دي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې په دې کتنه کې له خلیلزاد سره د افغانستان د امریکايي ځواکونو پر ایستلو بحث او خبرې شوې دي.

مجاهد وايي، دغه خبرې به نن سه شنبې د سلواغې ۲ مه هم روانې وي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې خلیلزاد هڅه وکړه، پاکستان کې له طالب استازو سره خبرې وکړی، خو طالبانو هلته له خبرو کولو انکار وکړ.

خلیلزاد هلته له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه خبرې پر سم لوري روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي