افغانستان کې یو امریکايي پوځي وژل شوی دی

3 دلو 1397 ساعت 8:53

د امریکا پوځ وايي، یو سرتېری په افغانستان کې د دښمن په ډزو وژل شوی خو د سرتېري هویت او د وژل کېدو ځای یې نه دی په ډاګه کړی.


د امریکا پوځ وايي، یو سرتېری په افغانستان کې د دښمن په ډزو وژل شوی خو د سرتېري هویت او د وژل کېدو ځای یې نه دی په ډاګه کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په یوه لنډ پیغام کې ویلي دغه سرتېري پرون سه شنبې د سلواغې د وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې اړه پلټنې روانې دي، خو نور جزیات یې نه دي په ډاګه کړي.

باید و ویل شي، چې دا د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې دوهم امریکایي پوځي دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com