د امریکا پوځ وايي، یو سرتېری په افغانستان کې د دښمن په ډزو وژل شوی خو د سرتېري هویت او د وژل کېدو ځای یې نه دی په ډاګه کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په یوه لنډ پیغام کې ویلي دغه سرتېري پرون سه شنبې د سلواغې د وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې اړه پلټنې روانې دي، خو نور جزیات یې نه دي په ډاګه کړي.
باید و ویل شي، چې دا د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې دوهم امریکایي پوځي دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل