د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو پایلې به نن اعلان شي

3 دلو 1397 ساعت 9:41

وسله والو طالبانو تایید کړې، چې له امریکايي چارواکو سره یې څلورم پړاو خبرې درېیمې ورځې ته غځېدلې دي.


وسله والو طالبانو تایید کړې، چې له امریکايي چارواکو سره یې څلورم پړاو خبرې درېیمې ورځې ته غځېدلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه خبرې چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې وې نن چهارشنبې د سلواغې ۳ مه به هم دوام ولري.

د طالبانو د خپرپاڼې له مخې په دغه ناسته کې د طالبانو له خوا د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۸ کسیزه پلاوی او د امریکا له خوا ۱۱ کسیزه پلاوی ګډون لري.

طالبان وايي د خبرو اصلي اجنډا د افغانستان د اشغال پای ته رسېدل او دا چې کابل به د هېڅ هېواد لپاره خطر نه وي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې رسنیو ته ویلي، چې د دغه خبرو پایلې به نن د ناستې په پای کې اعلان شي.

باید و ویل شي، چې تر اوسه پورې د دوی د تېرو دوه ورځو د خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112696

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com