۰
تادامیچي یاماموتو:

ملګري ملتونه د افغان سولې په برخه کې همکاري کوي

پنجشنبه ۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۶
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو وايي، ملګري ملتونه د افغان سولې په برخه کې همکاري ته چمتو دي.
ملګري ملتونه د افغان سولې په برخه کې همکاري کوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو وايي، ملګري ملتونه د افغان سولې په برخه کې همکاري ته چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاماموتو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره کتلي دي او پر ټاکنو، امنیت، سولې او کابل پروسې په اړه یې خبرې کړي دي.

دواړو لورو پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هم بحثونه کړي دي او ددغه ټاکنو پر شفافیت او د خلکو حقوقو ته پر درناوي یې ټینګار کړی دی.

تادامیچي یامامتو زیاته کړې، ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او همدا راز د کابل پروسې د بلې غونډې د جوړېدو په برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي