ولسمشر غني، د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق له دندې لرې کړ

4 دلو 1397 ساعت 11:14

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له دندې لرې شو.


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له دندې لرې شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ نن پنشنبې د سلواغې ۴ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي محقق د لرې کېدو خبر ورکړی دی.

د محقق د لرې کېدو په اړه د ولسمشر په فرمان کې راغلي« د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د اجرایه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق لرې کول منظور دي.»

په دغه فرمان کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

باید و ویل شي، چې ښاغلي محقق د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزه ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله مرستیال و، چې وروسته د ملي یووالي حکومت رامنځ ته، عبدالله په کې اجرائیه رییس او محمد محقق یې دوهم مرستیال پاتې شو.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی محقق په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر تر څنګ ولاړ او د هغه دوهم مرستیال ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com