مولوي عبدالحکیم منیب د حج او اوقافو سرپرست وزیر وټاکل شو

6 دلو 1397 ساعت 10:39

د ولسمشر غني د حکم له مخې مولوي عبدالحکیم منیب د حج او اوقافو سرپرست وزیر وټاکل شو.


د ولسمشر غني د حکم له مخې مولوي عبدالحکیم منیب د حج او اوقافو سرپرست وزیر وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ نن شنبې د سلواغې ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې له حکم سره سم مولوي منیب د حج او اوقافو د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د دې تر څنګ ولسمشر غني په یوه جلا حکم کې ښاغلي منیب حج او اوقافو د نوماند وزیر په توګه هم معرفي کړی دی.

باید و ویل شي، چې منیب تر دې وړاندې هم د یاد وزارت مرستیال او فیض محمد عثماني وزیر وو.

منیت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر وو.

هغه د افغانستان د خلکو د اسلامي حرکت انقلاب ګوند مشري هم په غاړه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112784

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112784/

جمهور
  https://www.jomhornews.com