ټرمپ په افغانستان او سوریه کې د ځواکونو د حضور موضوع کانګرېس ته وړاندې کوي

6 دلو 1397 ساعت 10:58

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي په افغانستان او سوریه کې د خپل ځواکونو د شتون موضوع کانګرېس ته وړاندې کړي.


امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي په افغانستان او سوریه کې د خپل ځواکونو د شتون موضوع کانګرېس ته وړاندې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي ویل کېږي، ټرمپ به له کانګرېس نه وغواړي، چې له افغانستان او سوریې دخپلو ځواکونو د وتلو په اړه رایه ورکړي.

سرچینې زیاتوي، که چېرې کانګرېس مثبته رایه ورکړي تر هغې وروسته به د دغه ځواکونو د حضور یا وتلو په اړه پرېکړه وشي.

په ورته وخت کې ځینې شنونکي په دې باور دي، چې ټرمپ غواړي د افغانستان او سوریې د جګړو له مسوولیت ځان خلاص او ټول بار پر کانګرېس واچوي.

که څه هم ټرمپ وړاندې له افغانستان او سوریې د ځواکونو د ایستلو خبرې کړې خو د کانګرېس ډېری غړي یې له دغه پرېکړې سره مخالف دي.

همدا مسله د دې لامل شوې، چې اوس ټرمپ غواړي دغه موضوع کانګرېس ته وړاندې کړی، تر چې په اړه یې وروستۍ پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112785

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112785/

جمهور
  https://www.jomhornews.com