امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي په افغانستان او سوریه کې د خپل ځواکونو د شتون موضوع کانګرېس ته وړاندې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي ویل کېږي، ټرمپ به له کانګرېس نه وغواړي، چې له افغانستان او سوریې دخپلو ځواکونو د وتلو په اړه رایه ورکړي.
سرچینې زیاتوي، که چېرې کانګرېس مثبته رایه ورکړي تر هغې وروسته به د دغه ځواکونو د حضور یا وتلو په اړه پرېکړه وشي.
په ورته وخت کې ځینې شنونکي په دې باور دي، چې ټرمپ غواړي د افغانستان او سوریې د جګړو له مسوولیت ځان خلاص او ټول بار پر کانګرېس واچوي.
که څه هم ټرمپ وړاندې له افغانستان او سوریې د ځواکونو د ایستلو خبرې کړې خو د کانګرېس ډېری غړي یې له دغه پرېکړې سره مخالف دي.
همدا مسله د دې لامل شوې، چې اوس ټرمپ غواړي دغه موضوع کانګرېس ته وړاندې کړی، تر چې په اړه یې وروستۍ پرېکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل