۰

ملا طیب آغا هم قطر کې د طالبانو او امریکا له خبرو سره یو ځای شوی

شنبی ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۷
د طالبانو یوه چارواکي ویلي د قطر دفتر پخوانی مشر ملا طیب آغا هم په دوحه کې د امریکا او طالبانو له خبرو سره یو ځای شوی دی.
ملا طیب آغا هم قطر کې د طالبانو او امریکا له خبرو سره یو ځای شوی
د طالبانو یوه چارواکي ویلي د قطر دفتر پخوانی مشر ملا طیب آغا هم په دوحه کې د امریکا او طالبانو له خبرو سره یو ځای شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې پر افغان سوله خبرې روانې دي او دغه خبرې به نن شنبې د سلواغې ۶ مه هم دوام وکړي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا د خبرو پر څلورمه ورځ (تېره پنشنبې) طالبانو په یوه اعلامیه کې و ویل، چې ملا عبدالغني برادر یې د قطر د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی دی.

په قطر کې د طالبانو او امریکا د خبرو جزیات تر اوسه نه دي په داګه شوي، خو د قطر د دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني برادر د ټاکل کېدو وروسته اوس یوه طالب چارواکي د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته ویلي، چې د قطر دفتر پخوانی مشر ملا طیب آغا هم اوس دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو سره یو ځای شوی دی.

باید و ویل شي، ملا طیب اغا هغه مهال له قطر دفتر استعفا وکړه چې د ملا عمر د مرګ خبره خپره شوه او ملا اختر محمد منصور د دې ډلې مشر شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي