د فیلیپین په یوه کلیسا کې چاودنو ۲۱ تنه وژلي دي

7 دلو 1397 ساعت 12:25

د فیلیپین په یوه کلیسا کې د عبادت پر مهال غبرګو بمي چاودنو کابو سلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې یو شمېر نظامیان هم په کې دي.


د فیلیپین په یوه کلیسا کې د عبادت پر مهال غبرګو بمي چاودنو کابو سلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې یو شمېر نظامیان هم په کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه د فیلیپین د جنوبي ټاپو جولو په يوه کليسا کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي چارواکي وايي، لومړی چاودنه هغه مهال شوې، چې خلک په دغه کلیسا کې پر عبادت بوخت و او سیمې د امنیتي ځواکونو له رسېدو سره دوهمه چاودنه هم د یادې کلیسا د موټر په تم ځای کې رامنځ ته شوه.

د پوځ یوه ویاند ګیري بیسانا ویلي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان شوي دي، چې ځینې نظامیان هم په کې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو وړاندې تر دې د ورته بریدونو پړه تر ډېره به ابوسیاف پر ډله اچول کېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112823

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112823/

جمهور
  https://www.jomhornews.com