هلمند کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه له منځه وړل شوې

7 دلو 1397 ساعت 13:21

د ملي امنیت لوی ریاست په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د چاوېدونکو توکو د یوې زېرمې او نشه يي توکو د یوې فابریکې له منځه وړلو خبر ورکړی دی.


د ملي امنیت لوی ریاست په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د چاوېدونکو توکو د یوې زېرمې او نشه يي توکو د یوې فابریکې له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه سلاکوټ او د نشه يي توکو په یوه فابریکه برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د نشه يي توکو کارخانه او سلاکوټ چې ۳ زره ټنه چاوېدونکي توکي په کې و له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112826

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112826/

جمهور
  https://www.jomhornews.com