۰

هلمند کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه له منځه وړل شوې

یکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د ملي امنیت لوی ریاست په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د چاوېدونکو توکو د یوې زېرمې او نشه يي توکو د یوې فابریکې له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
هلمند کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه له منځه وړل شوې
د ملي امنیت لوی ریاست په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د چاوېدونکو توکو د یوې زېرمې او نشه يي توکو د یوې فابریکې له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه سلاکوټ او د نشه يي توکو په یوه فابریکه برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د نشه يي توکو کارخانه او سلاکوټ چې ۳ زره ټنه چاوېدونکي توکي په کې و له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي