۰

پخواني ولسمشر د خلیلزاد او طالبانو د خبرو هرکلی وکړ

یکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۸
د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ قطر کې د خبرو هرکلی کړی دی.
پخواني ولسمشر د خلیلزاد او طالبانو د خبرو هرکلی وکړ
د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ قطر کې د خبرو هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي له دفتره نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، حامد کرزی د طالبانو د تحریک او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو هرکلی کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سوله د هېواد او هېوادوالو اساسي لومړیتوب دی او پر اوربند یې ټینګار کړی دی.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، د سولې خبرې هغه وخت مثبته پایله لرلی شي چې په هېواد کې د وینې بهول پای ته ورسېږي، ملي وحدت ټینګ او د افغانستان خپلواکي زیانمنه نه شي.

باید و ویل شي، چې د خلیلزاد په مشرۍ ۱۱ کسیزه امریکايي او د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو ۸ کسیزه پلاوي شپږ ورځې د قطر پلازمېنه دوحه کې پر افغان سوله خبرې وکړې.

که څه هم په دې خبرو کې پر کوم څه توافق نه دی شوی، خو دواړو لورو خبرې ګټورې او له لاس ته راوڼو ډګې بللې دي.

په دغه خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، اوربند، له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل او ځينو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خبرې یې ګټورې وې خو دا خبرې یې رد کړې، چې ګڼې په دې ناسته کې پر اوربند او یا هم نورو مسایلو خبرې شوې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي په دغه ناسته کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې او دا چې مسایل ډېر پېچلي او ژور دي نو نورو خبرو او بحث ته اړتیا لري، چې په راتلونکې کې به پرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي