کندهار کې یو څارنوال په وسله وال برید کې وژل شوی دی

7 دلو 1397 ساعت 14:13

سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د استناف محکمې یو څارنوال په یوه غلچکي وسله وال برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د استناف محکمې یو څارنوال په یوه غلچکي وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، غلچکي برید کوونکو سپوږمۍ سالون ته څېرمه د کندهار د استناف محکمې په یوه څارنوال وسله وال برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، څرنوال عبدالواحد په دغه برید کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده.

د کندهار د والي د ویاند په خبره څارنوال عبدالواحد د بغلان ولایت اوسېدونکی او د کندهار په استیناف محکمه کې یې دنده درلوده.

د هغه په وینا برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کندهار ښار په درېیمه حوزه کې د میوند ولسوالۍ د امنیت پر مدیر ورته برید شوی و، خو هغه روغ ترې وتلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112833

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112833/

جمهور
  https://www.jomhornews.com