ننګرهار کې ۲۱ وسله وال د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي

11 دلو 1397 ساعت 8:52

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۲۱ تنه وسله وال له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۲۱ تنه وسله وال له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي دغه وسله وال د ملي امنیت ریاست په هڅو د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.

د ننګرهار مرستیال والي حبیبي کاکړ ویلي د سولې له پروسې سره یو ځای شویو وسله والو تر دې وړاندې په لعلپورې او مومنددرې ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد کسان پرون چهارشنبې د سلواغې ۱۰ مه د سولې له پروسې سره یو ځای او خپلې وسلې یې ملي امنیت ته وسپارلې.

د چارواکو په خبره د سولې له پروسې سره یو ځای شویو وسله والو کې ۲۰ تنه یې طالبان او یو یې هم داعش وسله وال دی.

دوی ورسره ۲۱ میله ډول ډول سپکې او درنې وسلې هم ملي امنیت ته وسپارلې او وايي، د ځینو بهرنیانو له خوا جګړې ته هڅول شوي و، خو اوس وپوهېدل، چې دا جګړه جهاد نه بلکې د نورو د کټو لپاره ده.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 112962

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com